زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/11/04 - 03:54:4
زيارة: 244
مشاركة مع الـأصدقاء

د پغمان په اورپېښه کې د مرګ ژوبلو ترڅنګ د یو میلیون ډالرو زیان اوښتی
 د پغمان په اورپېښه کې د مرګ ژوبلو ترڅنګ د یو میلیون ډالرو زیان اوښتی

انصار: ( د لړم ۱۴ مه)، د افغانستان د اطفایې او له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د کابل په پغمان کې د شنبې په مازدیګر د اورلګېدو له امله ۶ تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.

د دې پېښې د مرګ ژوبلو په اړه طالب چارواکو تر دې وړاندې راز راز شمېرې اعلان کړې وې خو ګومان کېږي چې نهايي ارقام به دا وي.

د دې ادارې پر اساس، لومړني اټکلونه ښيي چې سوداګرو او کاروباریانو ته د شاوخوا یو میلیون ډالرو زیان اوښتی دی.

دې ادارې پرون (یکشنبې) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې  ویلي، په دې اورلګېدو کې دوه تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

اور د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدر خان په سیمه کې د ګاز په یوه شرکت کې ولګېد چې هم انساني تلفات او هم مالي زیانونه لري.

له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د دې اورلګېدو زیانونه ممکن تر دې خورا زیات وي.

په ورته وخت کې، د بیړنیو خدماتو او اوروژنې مشر، نورالله انصار، ویلي چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.

د پغمان پر اورپېښه سربېره، د غزني ولایت د ټانکر جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبلې او لوی مالي زیانونه یې اړولي دي. د غزني د پېښې د مرګ ژوبلو او تاوانونو کره معلومات تراوسه نه شته.

په پغمان او غزني کې وروستیو پېښو د افغانستان د صنعتي خوندیتوب او بیړنیو خدماتو په برخه کې روانې ستونزې په ډاګه کړې.

د انساني ژوند او ملکیت په برخه کې لوی زیانونه دا ښيي چې د خوندیتوب ښه مقررات او چټکو بیړنیو خدماتو ته اړتیا ده.

سربېره پر دې، دا پېښې په هغو سیمو کې چې لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، پر خلکو نور فشار زیاتوي.

د دې ډول ناورینونو د اغېزو د کمولو لپاره هراړخیزو تدابیرو او قوانینو ته اړتیا ده.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34214






*
*

*



قرأ

امریکا د اوکرایین طبیعي زیرمو ته د لاسرسي حق غواړي


ایران وايي افغانستان ته یې صادرات ۱۶۷ ملیون ډالرو ته رسېدلي


د ایلان ماسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته


په ۲۰۲۳ کې د ۶۳۰ میلیارد ډالرو وسلې پلورل شوي


افغانستان کې ‏د ټاپي پروژې کار عملا روان دی


په تیرو۱۰ میاشتو کی ازبکستان افغانستان ته د ۸۵۵ میلیون ډالرو صادرات کړي


په پکتیکا کې له بې وزلو کورنیو سره مرستې شوې


د ایران لپاره له چین سره تر ټولو لنډه لار له افغانستان څخه تیریږي


د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ


پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې


ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي


مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي


د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت


د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی


د طالبانوحکومت له قزاقستان سره د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه


ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د نللیکې پر جوړولو کار کوي


قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه


له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي


د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي


افغانستان کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار وتړي


د تاجکستان د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان ته کېږي


د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی


پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی


د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي


تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي